ولسمشر غني: نړۍ چوپه نشي پاتې کیدای؛ افغانستان یې فکري محراق دی

ولسمشر غني: نړۍ چوپه نشي پاتې کیدای؛ افغانستان یې فکري محراق دی


  • 3 کاله دمخه (18/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1521

ولسمشر محمد اشرف غني، د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي په توګه، د فرانسوي ډيپلومات ژان ارنولډ د ټاکل کېدو هرکلی کړی.

ارگ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر غني د ژان ارنولډ د ټاکل کېدل د افغان سولې د پروسې په چټکتیا کې یو نیک ګام بولي.

د اعلامې له مخې ولسمشر غني دغه راز زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د سازمان دا ګمارنه ښيي، چې نړۍ لاهم د افغانستان په اړه فکر کوي؛ ځکه افغانستان اوس د نړۍ هیوادونو لپاره په فکري محراق ګرځېدلی او هیڅ وخت د یاد هېواد له حالاتو بې خبره نشي پاتې کېدای. 

ولسمشر غني دغه راز د افغانستان په اړه له نړۍ والې اجماع مننه کړې او د یوې پایدارې سولې هیله یې څرګنده کړې