سیاسي مرسیتیال: سیاسي انزوا کې نه؛ بلکې د پراخ تعامل په درشل کې یوو

سیاسي مرسیتیال: سیاسي انزوا کې نه؛ بلکې د پراخ تعامل په درشل کې یوو


  • 9 مياشتي دمخه (17/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 334

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، اسلامي امارت په سیاسي انزوا کې نه؛ بلکې له ګڼ شمېر هېوادونو سره دوامداره تعامل لري.

هغه د لوګر په څرخ کې له یوې مدرسې څخه د زدکوونکو فراغت غونډې ته ویلي، چې نړې دې د افغانستان له خاورې څخه دوی ته د ګواښ په اړه کومه اندېښنه نه لري.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړې، د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د نړۍ او اسلامي امارت د لاډېر تعامل او دوه اړخيزو همکاريو لپاره لاره پرانیستل شي.
د نوموړي په خبره ، نړیوال او اسیايي بانکونو اسلامي امارت ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د رغونې او د خلکو ستونزو د حل په موخه به خپلې چارې پيل او پخوانۍ نیمګړې پروژې به بشپړې کړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې وړمه ورځ نړیوال بانک په یو خپاره کړي راپور کې ویلي وو، چې له افغانستان سره د مرستو نوې کړنلاره تصویب کړې، چې له مخې به یې له دغه هېواد ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته او د کاسا زر پروژې چارې به هم پیل شي.