کابلوف: افغان پلاوی د مسکو فارمټ ګډون کوونکی نه، بلکې یوازې مېلمه دی

کابلوف: افغان پلاوی د مسکو فارمټ ګډون کوونکی نه، بلکې یوازې مېلمه دی


  • 1 کال دمخه (28/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 473

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه مرکه کې ویلي، چې افغان پلاوی په مسکو فارمټ کې ګډون کوونکی نه، بلکې یوازې مېلمه دی.   

کابلوف ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هېڅ مکلفیت نه لري، چې روسیې ته تللي افغان پلاوي سره وګوري.      

د نوموړي په وینا، مسکو به تر هغه وخته د کابل اوسنی حکومت پر رسمیت ونه پېژني، چې افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدو غوښتنې ته مثبت ځواب نه وي ویلی.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي، چې د مسکو فارمټ په جوړېدونکې غونډه کې امریکایي استازي ته هم د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

ټاکل شوې، چې د مسکو فارمټ ناسته د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۲۹مه نېټه کازان کې پیل شي.    

د کابل د اوسني حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د په مشري پلاوی لا له وړاندې دغې غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلی دی.