له ایران او پاکستان څخه ۳۲۰ کورنۍ راستنې شوې دي

له ایران او پاکستان څخه ۳۲۰ کورنۍ راستنې شوې دي


  • 3 مياشتي دمخه (03/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 175

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د ۳۲۰ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی. 

یاد کمېسیون په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د دغو کورنیو له جملې څخه ۲۷۶ کورنۍ له ایران څخه او ۴۴ کورنۍ له پاکستان څخه په اختیاري او اجباري توګه راستنې شوې دي.

په راپور کې زیاته شوې، چې یادې کورنۍ د کندهار په سپین بولدک، د ننګرهار په تورخم، د نیمروز په ورېښم پل او د هرات په اسلام  قلعه سرحدي لارو له یادو هېوادونو څخه راستنې شوې دي. 

له یادو کورنیو له جملې یو شمېر کورنیو سره د سرپرست حکومت او همکارو بنسټونو له لورې مرستې شوې دي.