روسیې له افغانستان سره همکاریو ته چمتووالی ښودلی

روسیې له افغانستان سره همکاریو ته چمتووالی ښودلی


  • 1 کال دمخه (27/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 522

روسیې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاريو ته چمتووالي ښوودلی دی.

د روسیې د ولسمشر سلاکار « ادلګریف روسلان» تېره ورځ په مسکو کې له امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې حکومت به یې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې امیرخان متقي په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا او په دې برخه کې د عملي ګامونو پر اخېستو ټینګار کړی.

هغه دغه راز ډاډ څرګند کړی چې  اوس مهال د افغانستان پولې خوندي او هیچاته ورڅخه ګواښ نه پېښیږي.

د یادونې وړ ده چې امیرخان متقي د مسکو فارمټ په ناسته کې روسیې ته تللی دی.

ټاکل شوې چې دا ناسته د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیل شي.