خوست ولایت کې هغه کسان نیول شوي چې د هوایي ډزو وروسته به یې انجوني د ځان په نوم کولې
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ په خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې هغه ۳ کسان یې نیولي چې د هوایي ډزو په ترڅ کې به یې انجوني د هغوی له خوښې پرته د ځان په نوم کولې.
د امنیې قومندانۍ خپرپاڼه زیاتوي چې یادو انجونو قومندانۍ ته عریضه کړې وه او د امنیتي ځوکونو په عملیاتو کې دغه کسان نیول شوي.