خلک: د ۱۴۰۰ ایم فور وسلو نیول کېدل وړه خبره نه ده؛ طالبان دې ځواب ورکړي

خلک: د ۱۴۰۰ ایم فور وسلو نیول کېدل وړه خبره نه ده؛ طالبان دې ځواب ورکړي


  • 3 کاله دمخه (26/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 1413

سمسور(جومه د لېندۍ ۵) پکتیا کې تېره ورځ په یو غټ موټر کې بار ۱۴۰۰ ایم فور ټوپک نیول شوي، چې پاکستان ته قاچاق کېدلې.

په ټولنیزو رسنیو کې همدې موضوع زور موندلی او ګڼ شمېر افغان کاروونکي یې پر طالبانو نیوکه کوي، چې په دې برخه کې یا شریک دي او یا بې غوري کوي.

دوی وایي، چې ۱۴۰۰ ایم فور ټوپ وړه خبره نده او طالبان باید د دې ځواب ورکړي.

د افغان کاروونکو په خبره، په دومره اندازه وسلو ته واړه طالبان لاسرسی نه لري او ښکاري، چې په دې کې د غټو طالب چارواکو لاس دی.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي و، چې له طالبانو سره یې د وسلو قرارداد کړی او له افغانستان څخه به د تېر حکومت پاتې شوې وسلې واخلي.

طالب چارواکي لاهم پټه خوله دي او تر اوسه یې په دې تړاو کومه خبره نه ده کړې.

تر دې وړاندې بیا د را پرځیدلي حکومت ګڼ شمېر موټرې هم پاکستان ته قاچاق شوې وې.

سمسور پرس