د هوایي ځواک ۱۵۰ افغان پیلوټان له تاجکستانه امریکا ته لېږدول کېږي

د هوایي ځواک ۱۵۰ افغان پیلوټان له تاجکستانه امریکا ته لېږدول کېږي


  • 3 کاله دمخه (23/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1160

د هوايي ځواک شااوخوا ۱۵۰ افغان پیلوټان او مامورین چې له تېرو دوو میاشتې راهیسې په تاجکستان کې بند پاتي، امریکا ته به لېږدول وشي.  

رویترز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په حواله لیکلي، چې دغه افغان پیلوټان په افغانستان کې د تېر حکومت تر راپرځېدو وروسته تاجکستان ته تللي وو.  

راپور کې دا نه‌دي ویل شوي، چې دوی به په څومره موده کې له تاجکستانه امریکا ته ولېږدول شي. 

د مالوماتو له‌مخې، چې دغه پیلوټان د تاجکستان له پلازمېنې دوشنبې څخه لرې په یوه غرنۍ سیمه کې په یوه روغتون کې ساتل کېږي. 

وروسته تر هغه، چې تېر حکومت را وپرځېد شااوخوا ۱۴۰ زره افغانان د امریکا په همکارۍ نظامي الوتکو کې بهر ته ولېږدول شول.