د بشري حقونو سازمان: ترکي سرتېرو د افغان کډوالو هډونه مات کړي

د بشري حقونو سازمان: ترکي سرتېرو د افغان کډوالو هډونه مات کړي


  • 3 کاله دمخه (16/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1247

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې ترکي چارواکي په دې هېواد کې له دېره افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

دې سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې ترکي چارواکي له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې افغان کډوال وهي - ډبوي او هغه کسان چې د ایران له خاورې ترکیې ته ننوځي، بېرته یې ایران ته استوي.  

په بیان کې راغلي دي چې د ترکي سرتېري له خوا دا کډوال هومره سخت وهل شوي چې د ځینو هډوکي مات شوي دي.

بیان زیاتوي، چې ترکي پوځيان افغان کډوال په لویو ډلو کې چې شمېر یې د پنځوسو او درې سوه کسانو ترمنځ دی، ایران ته شړي او پهځینو مواردو کې د کورنیو غړي له یوبل څخه بېلوي. 

د بشري حقونو د څار سازمان د افغان کډوالو په اړه دا اندېښنه داسې مهال څرګندوي، چې ټاکل شوې د جرمني صدراعظم انګېلامېرکل نن ترکیې ته سفر وکړي او له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري. 

تمه ده، چې مېرمن مېرکل به په دې کتنه کې ترکیه وهڅوي چې د افغان کډوالو جبري ستنول بند کړي، په ډله ییز ډول د هغو د اېستلو او په سرحد کې د افغان کډوالو د مخنیوي د تورونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړي