دوه میاشتې وروسته؛ د کاسا زر پروژې عملي چارې پیلیږي

دوه میاشتې وروسته؛ د کاسا زر پروژې عملي چارې پیلیږي


  • 10 مياشتي دمخه (09/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 298

په پام کې ده چې د روان کال اپریل میاشتې په پای کې به د کاسا زر پروژې عملي چارې پیل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د یاده پروژه د قرغیزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه.
د مجاهد په خبره، د دغې پروژې مالي ملاتړ د نړیوال بانک په غاړه دی.
ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې یاد خبر ورکوي، چې تېره میاشت نړیوال بانک د افغانستان لپاره د یوې نوې طرحې خبر ورکړی و.

یاد بانک ویلي وو، چې افغانستان سره یې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې طرحه چمتو کړې او د اجرایوي بورډ له تائید وروسته به د دوی په ملاتړ د کاسا زر پروژې چارې هم پیل کړي.
د یادونې ده چې کاسا زر له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د انتقال یوه مهمه پروژه بلل کېږي.