وروستیو طبعي پېښو کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

وروستیو طبعي پېښو کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 10 مياشتي دمخه (20/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 500

هېواد کې د وروستیو طبعي پېښو له کبله ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له پېښو سره د مبارزې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سلواغې میاشتې له ۲۹مې نېټې څخه تر دېرشمې نېټې پورې د واورې او ورښتونو له کبله په نورستان، پنجشېر، کابل، پکتیا، لغمان، ارزګان، خوست، بدخشان، بلخ، نیمروز، بغلان جوزجان او کاپیسا ولایتونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغه موده کې بیا ۱۱۱ کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي او ۴۷ څاروي هم وژل شوي دي.

یاد وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د ټولو ریاستونو رییسانو ته سپارښتنه کړې، چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

د یادونې ده، چې وړمه شپه په نورستان کې د درنې واورې له کبله غر ښووېدلی و، چې شاوخوا ۳۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.