چین له افغانستان سره د پولیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي

چین له افغانستان سره د پولیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي


  • 1 کال دمخه (12/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 422

چین په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په ختمولو کې همکاري کوي.  

د چین د نړیوالې پراختیا د همکارۍ ادارې مرستیال لې مینګ په دغه هېواد کې د سرپرست حکومت له سفیر سره په کتنه کې ویلي، چې چین غواړي د یوې لار نقشې په جوړولو سره په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي.  

په چین کې افغان سفارت د لې مینګ له قوله لیکلي، چې چین همدا راز له راستانو شویو افغانانو سره هم خپلې مرسته دوامداره ساتي.  

په دې کتنه کې سرسرپت افغان سفیر په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د چین د مرستو مننه کړې ده او د نورو مرستو اقدام یې مثبت بللی دی. 

د یادونې ده، چې په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا هم په کې ختمه شوې نه ده.