د سوات ښار پولیسو مرکز کې چاودنو لسګونه کسانو ته ژوبله اړولې

د سوات ښار پولیسو مرکز کې چاودنو لسګونه کسانو ته ژوبله اړولې


  • 1 کال دمخه (25/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 491

سمسور نیوز (۵غوایي۱۴۰۲) د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ښار د پولیسو په یوه مرکز کې د چاودنو له امله لسګو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

 دا چاودنې پرون تر ماښام وروسته د سوات د کبل په سیمه کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړو پولیسو په مرکز کې شوې دي. پاکستاني پولیسو ویلي چې د مرکز دننه دوه چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ چپه شوې ده. 

د پولیسو په وینا په دې مرکز کې ډیره زیاته وسله او مهمات هم ځای پر ځای شوي وو، خو لا معلومه نه ده، چې همدې مهماتو چاودنه کړې او که دا پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده. 

د معلوماتو له مخې، تر اوسه له یادې ودانۍ ۱۵ جسدونه او ۶۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي او د ټولې پښتونخوا په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. 

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.