سمسور نیوز (۲۷وری۱۴۰۲) د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، تېر کال په هېواد کې ۵۸زره او ۹۳۰ مټریک ټنه د بنډیو حاصلات راټول شوي دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېر کال پر څه باندې ۷ زره هکټاره ځمکه بنډۍ کرل شوې وه.
د بنډیو دغه حاصلات د ننګرهار، لغمان، فراه، هلمند، کندهار، هرات، بلخ او کندز ولایتونو له کروندو څخه ترلاسه شوي دي.
د مالوماتو له مخې، بنډۍ غوره خوړنیز ارزښت لري، چې د کال په بېلابېلو فصلونو کې په شنو خونو کې هم کرل کېږي، چې له دې ډلې مزاري بنډۍ غوره شهرت او بازار لري.