کابلوف: روسیه پخپل سر سرپرست حکومت بریکس ته نه شي غوښتلی

کابلوف: روسیه پخپل سر سرپرست حکومت بریکس ته نه شي غوښتلی


  • 3 مياشتي دمخه (05/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 87

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري آژانس ته ویلي، چې روسیه پخپل سر سرپرست حکومت بریکس غونډې ته نه شي غوښتلی. 

 

ټاس خبري آژانس تېره ورځ د کابلوف په حواله په یوه راپور کې لېکلي، چې په دې غونډه کې د سرپرست

حکومت ګډون په ګډون کوونکو هېوادونو پورې اړه لري.

 

د کابلوف په وینا، که څه هم یادې غونډې ته لږ وخت پاتې دی؛ خو زیاتوي، چې د ګډون کوونکو هېوادونو تر غبرګون وروسته به په دې غونډه کې سرپرست حکومت ته د ګډون بلنه ورکړي. 

 

دا پداسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت دوه ځله له روسیې څخه په دې غونډه کې د ګډون بلنه غوښتې او ویلي يې دي، چې په دې غونډه کې د افغانستان ګډون به له نړیوالو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې نوري هم پیاوړې کړي. 

 

ټاکل شوې چې بریکس غونډه د روانې اکټوبر میاشتې پر ۲۲مه د دوو ورځو له پاره د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي.