شاعري که د کرېکټ لوبه وای، بیا به د هر شاعر پنځونه د یوې لوبې غوندې روښانه وه. هر چاته به یې منډې معلومې وې، چې څومره څلورېزې او شپږیزې یې ووهلې، او د بال د لوبولو انداز یې څنګه و. یا یې څو وېکېټې واخیستې او داسې نورې. بیا به چا انکار نه شو کولای چې نه نه یې منم. حریفه ډله یې که په بري خوښه هم نه وه، دا حقیقت به یې منلو، چې په لوبه کې برلاسی و.خو شاعري داسې نه ده. په شاعرۍ کې به په لفظونو، په جملو او کلمو سره پېښې، حالتونه، خیالونه، مشاهدې، د ژوند ټیټې جګې، د یوه زړه غوښتونکي کیف ارمان او نور ډېر څه بیانوې. ښه او خواږه به یې بیانوې.
دا نو بیا داسې هم نه کېږي، چې ته یې په زړه کې درته جوړه کړې، چې بس نو شهکار مې ولیکه. شعر هم داسې دی لکه یو ښه ښکار. ښه ښکار سړی ته هر ځل په لاس نه ورځي. هو هغه څوک چې ښه ښکاري دی، له ښکار سره یې لېونۍ مینه ده، او ښکار ته همیشه مناسب وخت ورکوي، نو بیا به کله کله په ډېرو ښو ښکارونو هم اوړي. چې دا لېونۍ مینه او عاشقانه ریاضت لکه یو الهامي او نا آشنا لارښووونکی د ښکاري مخ ته کله کله په ناڅاپي ډول د ښه ښکار د درک نقشه وغوړوي. کېدای شي ډېر ځله ښکاري یا تش لاس را ستون شي، او یا ډېر معمولي ښکار لاس ته ورشي. حتی داسې ښکار چې ماشومان به یې د کلي د ویالې پر غاړه په یوه ټیټه ونه کې هم په لینده ویشتی شي.
د شعر د منلو سره د لوستونکي او اوریدونکي سلیقه هم تړلې ده. چې ته ودرېږه دا شعر د دوی پر طبع او ذوق جوړ دی او که نه؟ یو شعر به پر ځینو سلیقو او طبعو ښه لګي، خو پر ځینو به یې اثر ښه او خوږ نه وي. د شعر نه د خوند اخیستلو لپاره هم داسې دوې خبرې مخې ته راځي:
د یو چا فطرت به دومره ډېر شاعرانه وي چې د یوه ساده شاعرانه خیال په اوریدو او لوستو به هم له خوند او کیف مالامال کیږي او وایي به چې شاعر ښکلې پنځونه کړې ده.
او ځینې ښایي له شاعر او یا د پنځونې له وال سره څه ستونزه ولري، یا عقده وي، یا د حسد کومه نښه مښه وي، که داسې څه خبره وه، که شاعر شهکار هم وپنځوي، دې بل لوستونکي ته به پیکه ښکاري، خوند به نه شي ترې اخیستی، لا به یې ازاروي تر پام به یې بد ایسي.
خدای مو دې له دې بدرنګۍ وساتي، چې دا یو بدرنګ رنځ دی، دې بدرنګ رنځ ډېر ډېر ښه هنروال هم د خپل هنر د عروج له لارې را ګرځولي او ډېر عمر کړېدلي دي. دا ځکه چې دوی په لوی لاس په اصطلاح د ښاپېرۍ پرځای دېو په خپلو زړونو او ذهنونو کې کېنولی وي.
د سعدي صاحب یو وړوکی شعر مې د سعدي په ګلستان کې لوستی چې مفهوم یې داسې دی:
که ستا په زړه کې ښاپېرۍ وي، که دیو ته هم وګورې ښاپېرۍ به درته ښکاري، خو که ستا په زړه کې دېو و، که ښاپېرۍ ته هم ور وګورې لکه دېو به درته ښکاري.
د سعدي صاحب دا خبره هم تر ډېره دقیقه ده، خو هسې زه وایم، چې کره کتونکی او منتقد جوړېدل ډېر سخت دي، یو منتقد چې پر یوه اثر نقد او کره کتنه کوي، که ډېر لوړ او عالي ذوق و هم لري، د نقد له ډېرو اصولو خبر هم وي، بیا هم انسان دی، خپله سلیقه به هم لري.طبیعي ده چې سلیقوي چلند به ترې کېږي، او سلیقه هم د انسان د طبعې او فطرت په کرونده کې را زرغونېږي.
خو د ښو نقادانو اثر دا وي چې د لوستونکو معنوي شعور ته وزرې ورکړي، ټولنیز ټیټ او متوسط ذوقونه را اوچت کړي، د ښو او هنري پنځونو لپاره د لارې مشالونه شي. د ښو او هنروالو شاعرانو او لیکوالو د زړه د ډاډ او تسلۍ سبب شي، د شاعرانو او لیکوالو ارادې نویو پنځونو ته لا قوي کړي. چې ورسره ورو، ورو ټولنیز ذوق او ټولنیزه عاطفه ښکلي، انساني او هنري شي، یوه ښکلي د مینې ډک ټولنیز ژوند ته ورتېرې لارې و موندل شي.
***
ښه اوس به راشم خپلو خبرو ته. پرون ما یوه غزله لیکلې وه. زه داسې نه وایم چې ګواکې ما کومه شهکار پنځونه کړې ده. بس نو شاعري ده، کله کله به ناڅاپي د ښه شعر لیکلو بخت په لاس درځي، او کله هم د معمولي . د نړۍ لوی لوی شاعران به داسې پیدا نه کړې چې ټول شعرونه یې یو لاس وي، معنی دا چې ټول دې ښکلي وي او د خو ځای دې په کې نه وي. زه خپله پوهېږم چې د شعر په نوم به مې ډېر معمولي څه لیکلي وي، هو کیدای شي کله کله بخت یاري کړې وي، څه ښه مې هم پنځولي وي. د کورونا د قرنطین له زمانې را په دې خوا چې په کلي کې اوسېږم، د الله شکر ادا کوم، هم له مطالعې خوند اخلم ، هم له ځان سره د چوپیا او هم په کور کلي کې له ژوند ، هم له ماشومانو سره له مجلس او مشغولتیا. د شعر د لیکلو خیالونه هم ډېره په مخه راځي، د چا خبره داسې ښه په ترنم په زمزمه ،لږ هم نه بیخي ډېر. داسې نه چې زه دا خیالونه په تکلف راته جوړوم.نه همداسې په خوښه راځي او ښه په طبع یې لیکم. هو یوه خبره به په صداقت درته وکړم، چې د خپل نوي لیکل شوي شعر په دې اندازه نه پوهېږم چې د ذوق د خاوندانو به څومره خوښ شي، او څومره به یې ناخوښ. زه د شعرونو ښه لوستونکی یم. کله چې د نورو شعرونو لولم، د خپلې سلیقې او ذوق په رڼا کې یې چې څېړم نو ځینې راته خوندور او ځینې راته ښه و نه ښکاري.
همداسې مې دا حقیقت هم پر ځان منلی دی، چې کیدای شي، زما ډېر شعرونه چاته ښه و نه ښکاري. له دې سره سره چې ډېر شعرونه یا ځینې شعرونه به مې چاته په پام خواږه او ښکلي نه ورخي، خو بیا هم زما فطرت د شاعرۍ لمنه نه پرېږدي. وجه یې داده چې زړه مې ورسره تړلی دی، اروا مې ورسره خوشحاله ده، کیف او خوند ترې اخلم. ښه نو په دې لالهانده او ستړي ژوند کې چې خوندو رنګ، کیف او سُرور په لاس درځي، نو څوک به یې ولې نه غواړي. له شاعرۍ سره مې دا لګېدلی زړه راته وایي، چې ته خپل شعرونه وایه، کیف کوه، خوندونه رنګونه اخله، په دې کې یې مه کېږه چې دا شعر به مې د چا خوښ نه شي، زړه راته وایي: د سپرلي ټول ګلونه ښکلي نه رالوېیږي، پر ځینو ږلۍ ولګېږي، ځینې په باد او طوفان مات شي او ځینې هم د وحشي حیواناتو تر پر پښو لاندې شي. خو له دې سره سره ډېر ګلونه موسک ولاړ وي، چې وخت او زمانې ته خوند او ښکلا ورکړي. نو ته هم د ښه او خواږه ګومان څښتن اوسه او له موسکو ولاړو ګلونو الهام او درس واخله، او ږلۍ وهلي، په طوفان مات او د وحشي حیواناتو ترپښو لاندې ګلونه تر بل پسرلي پر خدای وسپاره.
ښه نو خبرې دي چې نورې خبرې لکه د شاتو مچۍ ورسره ګډې شي، نو یو لوی ټوپکی جوړ کړي. زما خبرې هم د شاتو د مچیو ټوپکی خو شو، خو یو ډاډ به درکړم، چې تاسو خوږ ګومان پرې وکړئ، ګلونه به راوړي، شات به درکوي خو لشې به نه لګوي.
هغه غزله به دلته راواخلم چې ما پرون لیکلې ده.
***
د یوې پستې نرمې نغمې موسم دی
زه ستړی ډېر یم د دمې موسم دی
ویده ځنګله بس دی پاڅه مَړه
چې ستا د ناز د زمزمې موسم دی
ژبې، اوږدې اوږدې جملې مه وایه
د محبت د کلمې موسم دی
یوه مچکه مې درباندې خو وه
دوې راکوه د جریمې موسم دی
نن دې وعدې باید چې ګل ونیسي
پرون تېر شوی د پلمې موسم دی
ورځي پښې یبلې لېونۍ غزلې
کاروان د ټکندې غرمې موسم دی
۳۱ ثور ۱۴۰۱ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
اول به پر پاس غزل که ډېر معمولی دی یا هر څنګه دی، د دې لیکلو پر هغه خیال خبرې وکړم، چې له ما سره پیدا وو.
ماخستن مهال چې زه د حجرې له دروازې د باندې راووځم، د حجرې مخې ته په خړه ګي چمنګي کې ودرېږم، د ماخستن په ستورو او پرخو لمده یخه هوا زړه ته تېره کړم. ناڅاپه مې د جنوب خواته ور پورته د خپل کلي غرونو ته سترګې واوړي. د غرونو پر سر په یوه لیکه، واړوه واړه بل څراغونه ووینم. دا په ازغن تار کې لګېدلي څراغونه دي، چې دا څو کاله کېږي، زمونږ د غرونو پرسرونو پاکستان لګولي دي. زه هر ځل مایوسه شم اودا ښېرا مې پر خوله راشي: الله خو دې دا ازغن منګور ژر ټوټې ټوټې کړی.
پرون سهار له دې بېګاني خیال سره د وطن د راتلونکي په اړه ځینې نورې پوښتنې را سره پیدا کېدې خو ځواب یې راسره نه و.
ماته هغه مهال را یاد شو، چې افغانستان ته روسان راغلي وو، مونږ به د هغه ورپورته خپلو غرونو له لارې، د وزیرستان او پښتونخوا بازارونو ته اوښان بېول. په زړونو کې به مو ګوړې ماتولې چې روسان به ووځي او وطن به آزاد شي. د وزیرستان له خوا به مو چې د اوښانو قافله راستنه کړه، نو چې په پېچومي به راختو، د چورکونډې د ځنګل د څېړیو او تر څنګ یې دنښترو نه به لکه آرامه موسیقې څه زمزمې راتلې، دا زمزمې به په شمال د ونو د څانګو د ښورېدو او د مرغانو له اوازونو سره ګډې وې، چې د نیمه ویښو او غلې غږېدونکو نغمو په څېر به وې.
زما په خیال کې د وطن حالات ، زمونږ د خلکو غربت او په سیاست کې ابهام، ناباوري، دا هر څه مې ذهن ته راتلل، یو ايډیال حالت مې په خیال کې لټاوه، چې د فطرت له غېږې سړی یوه پسته نرمه موسیقي واوري او دا ستړی ستړی زړه او ذهن لکه خوب وړي ماشومان کرار ورته ویده شي.
ښاغلي اتل افغان صاحب لیکلي دي، چې پسته او نرمه دواړه یوه معنې لري. زه هم وایم چې پسته او نرمه به سره نږدې وي، خو په تصویرولو یې فرق او توپیر کولی شو.
رحمان بابا وایي: په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم
حمزه بابا وایي: حاسدان کوي پستې پستې خبرې
د ورېښمو له زندو وېره په کار ده
ورېښم پاسته دي او اوبه نرمې دي، دلته یې ښه فرق کېدای شي، هو کله کله پستو ته نرم هم وایو، خو د نرمو او پستو دومره فرق شته لکه د رحمان بابا اوبه چې نرمې او د حمزه بابا په شعر کې پستې خبرې له ورېښمو سره راوړل شوې دي.
د خوب په باره کې یې هم لیکلي وو، چې یا دې د چنار لاندې خوب ته لاره جوړه وای، یا د غره په سر کې خوب.
زه اتل افغان صاحب ته دومره وایم، د خوب د پاره خو لارې ډېرې دي، ها متل دی وایي: خوب چې درشي بالښت نه غواړي، زړه چې مین شي ښایست نه غواړي. زه چې د خپل ستړي ژوند د خوبولي کیدو لپاره د کومې پستې او نرمې نغمې غږېډل غواړم، مقصد مې د مینې د تفاهم د یوه داسې مناسب موسم څخه دی چې هلته د امن او اطمینان پستې نغمې وي، ژوند تریخ نه وي، او خوبونه ډاډمن وي. خیر دا زما هغه خیال دی چې د مطلع د بیت لپاره مې مخکې لرلی او راسره زرغون و، نور په بیت خبرې نه کوم، چې ګوندې شهکار دی، نه نه کېدی شي ډېر عادي وي . له ښاغلي اتل افغان سره هم د لانجې په نیت دا لیکنه نه کوم. خو صرف لوستونکي دې یې وګوري، او خپل اتل افغان یې هم لوستی شي، که په زړه کې ښاپېرۍ کېنوي، کیدای شی له دې کرښو خوند هم واخلي.
ویده ځنګله بس دی پاڅه مَړه
چې ستا د ناز د زمزمې موسم دی
دغه پاس د ځنګل واله بیت چې دی، په دې کې اتل افغان لیکلي وو، چې له ځنګل سره ویره وي، د ویده پر ځای دې خاموش راغلی و، د زمزمو په اړه یې هم فکر کوم څه لیکلي وو، خو خیر د زمزمو خبره خو مې پاس وکړه، ځنګل څه چوپه غوندې موسیقي لري، زمزمو ته ورته، خو که چا د لویو ځنګلونو تر څنګ ژوند کړی وي، کیدای شي، دا مرموزې او خوږې زمزمې یې حس کړې وي. پاتې شوه د ناز خبره ، شاعر کولی شي، له هر څه نه ځان ته معشوقه جوړه کړي، که تاسې په تونده سېلۍ او قوي شمال کې د ځنګل کومه لمنځه، څېړۍ په اخوا دې خوا کږېدو لیدلې وي، ګومان به وکړئ چې یوه چټه مست اتڼ کوي. همداسې په نري شمال کې د ونو څانګې خوږې خوږې اوړي، او ناز ته ورته وي.
ما هم په پاس بیت کې ځنګل ته ویلي چې مړه پاڅه ولې ویده یې؟ کله چې څوک سهار مهال له خوبه را پاڅېږي، یوه غزونه کوي، او یوه څه خبره هم کوي، ځینې خلک وایي، وای الله ملا مې یا بله کومه خبره کوي. زما عادت دی چې ستړی شم او لاسونه غځوم او د ملا ستړیا وباسم ، نو دا خبره مې خدایي له خولې وځي:
یا خدایه ته فضل وکې.
حمزه بابا وایي: د سحر مسته غزونه د یار
زه د ټول عمر په شوګیر غواړم.
نو هره ونه او له ونو جوړ ځنګل د شاعر معشوقه جوړېدای شي، ناز او زمزمې دواړه کولی شي. سمه ده چې په ځنګل کې مونږ وېره او ډار هم راوستی شو. زما یو شعر دی، کاواکه رڼایي، هلته د شپې رڼا وېروونکې ده، ونې لکه تورې بلاګانې دي. خو د تغزل او رومان فضا چې جوړوې، له ځنګل هم وېره ایستی شې. که دا وېره په کې تل وای، نو حمزه بابا به د مینې جونګړه نه په کې جوړوله.: راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
هو دا خو زه هغه خیالونه درته لیکم چې ددې غزل له پاره مخکې مخکې راسره وو، زه د غزل د بیتونو دفاع نه کوم، ما مخکې وویل، کیدای شي ډېر معمولي وي.
اوس به راشو یوې بلې مهمې خبرې ته. زمونږ خبرې چې په هره برخه کې وي، باید ښې او اخلاقي وي. که مو له چا سره عقده وي، نو باید خپل ځان و پېژنو چې دا زما عقده ده چې له فلاني مې بدې راځي. اول خو د یوه ښه او هوښیار انسان په صفت باید پر ځان ورحمېږو او د عقدې له عذابه ځان خلاص کړو.
که پر ځان رحم نه کوو، نو نورو ته خو مو باید درد او تکلیف و نه رسي.
اتل افغان د پاس غزل لاندې څلور بیتونه په یو ځای را اخیستي دي، لیکلي یې دي چې دا خو که مرادعلي مراد لیکلي وای، نه پوهېږم څه پروا به نه وه.
زه بیا هم د خپلو بیتونو هېڅ دفاع نه کوم، ډېر به خراب وي. نو وي دې، شاعري ده، ما مخکې هم وویل چې د دنیا د نوابغو شاعرانو په شعرونو کې هم بد شعرونه شته. هو زه یو ټکی ښاغلي اتل افغان ته وریادوم، هڅه دې وکړي، چې د اخلاقو اتل و اوسي، ځان او نورو ته به یې خیر ورسیږي. دا کار زه د غوسې له مخې نه کوم، قسم دی چې دا جملې لیکم ښه پوره او خوږ موسک یم. دا مې ځکه ولیکلې چې پر ما یې کوم ګوزار کړی دی هغه پر مرادعلي مراد هم لګېدلی دی. مونږ باید دومره بې پروا ګوزارونه و نه کړو، چې د ګنهګار تر څنګ نور بې ګناه هم وولو. ښه دا زه خو په دې ګنهګار چې کمزوری غزل مې ویلی دی، نو دا مراد علي مراد صاحب له ګنهګار سره ولې په یوه تله کې تلې. زه مرادعلي مراد صاحب نه پېژنم ، خو دومره وایم، چې کیدای شي تر ما او تر اتل ښه انسان وي. کیدای شي لوی بري یې هم په نصیب شي.
بس نو یارانو دوستانو، دا وې زما د یوه غزل په اړه زما خپلې خبرې. هیله ده چې ښې در ولګېږي.