د ځینو کراماتو روایتونه څنګه زیږي؟

د ځینو کراماتو روایتونه څنګه زیږي؟


  • 1 کال دمخه (25/07/2023)
  • عبدالغفور لېوال
  • 514

په روایتونو کې لولو، کوم چا له بودا څخه وپوښتل: 

د جنت او دوزخ په اړه دې نظر څه دی؟ 

بودا ورته وویل: 

همدا اوس هم په دوزخ کې یې، له دې دوزخه د ځانژغورنې هڅه وکړه، هغه دوزخ یا جنت ته به روسته ګورو، چې ټول یې په اړه تصور کوي. 

بودا فکر کاوه، چې د انسان هستي د هغه د رنځ و درد د غځېدو او استمرار په مانا ده او هله به له درد و رنځه بشپړ وژغورل شي، چې د نفسي غوښتنو او هیلو له کړۍ بشپړ ووځي. بودا د هستۍ له حرص څخه بشپړو وتلو ته «نیروانا» ویل. 

 

بېدل وايي: 

ترکِ آرزو کردم رنجِ هستی آسان‌ شد

سوخت پرفشانی‌ها کاین قفس ‌گلستان شد

 

 د بېدل دغه ټول غزل، د بودايي فیلوسوفي او تفکر هنري لنډيز بللای شو. 

دلته خبره د بودا د فکر منل یا نه منل نه دي. 

کیسه بل ځای ده. تر بودا لسیزې او پېړۍ روسته، د هغه پلویانو په دغه جدي مفکر پسې ګڼې داسې کیسې وتړلې، چې د بودا په اروا کې هم نه ګرځېدې. روستیو بودایانو  شاهزوی «ګوتم بدهـ » ته د «مهاتما» یا (لویې اروا) لقب ورکړ، هغه یې د خدای یا د خدای د استازۍ تر بریده سپېڅلی وګاڼه او نړۍ یې د هغه له تمثالونو ډکه کړه. 

فقیرمشربه بودا د ځانځانۍ پرېښودنې لپاره د پلار سلطنت پریښی و. 

 

ورته کیسه له حضرت عیسی (ع) سره پېښه شوه، مسلمانان باور لري، چې عیسی مسیح د خدای بنده او استازی دی او بس. 

د عیسویت په متونو کې هم هغه د زغم، تواضع، ځان خوار ګڼلو، مینې او له تاوتریخوالي ډډه کولو پلوي بللی دی. د حضرت عیسی (ع) په اړه مشهوره ده، چې ویل یې: 

که چا په کیڼ مخ ووهلئ، ښی مخ ورواړوئ او که یې کوټ درڅخه واخیست کمیس هم وروباسئ. 

د دیني فیلوسوفي پوهانو حضرت عیسی د حضرت موسی په وړاندې انتي تېزس Antithesis ګڼلی. وايي: حضرت موسی سخت او غوسه ناک استازی و. قبطی یې په یوه څاپېړه وواژه او د خپل ورور حضرت هارون (ع) ږیره یې هغه مهال راوشکوله، چې د ده په غیاب کې د ده د ناپامۍ یا کمزورۍ له امله بني اسرائیل په سامري راټول شوي و او زرین خوسکی یې پرښته.

 ویل کیږي، بني اسرائیل د حضرت موسی د دغه سنت پربنسټ تاوتریخجن شوي وو او تل به یې شخړې او وژنې کولې، ځکه خو خدای یو نرم، له زغمه ډک او د مینې موعظه کوونکی استازی (عیسی)  راولېږه، چې کرکه، غچ او کسات یې بد ګڼل. 

مګر روسته څه پېښ شول؟ 

د همدغه مینه ګرکي او متواضع استازي پلویانو هغه (نعوذبالله) د خدای زوی وګاڼه، په هغه پورې یې دروغجنې کیسې وتړلې، د هغه د دین ( خپل سیاسي واک و ځواک) د ساتنې او پالنې لپاره یې څو پېړۍ صلیبي جګړې وکړې او د لکونو انسانانو وینې یې وبهولې. په خپلو مسیحیانو یې هم رحم ونه کړ، زر کاله یې د کلیسا او مسیح په نامه سلګونه زره انسانان ځناورانه وکړول، ووژل او د عقایدو په تفتیش کې یې وسیزل. 

اسلام د عدالت، مساوات او ترحم دین و، پلویانو یې د خلافتونو پر سره یو بل سره ووژل او دومره وینې یې په خپلو کې سره وبهولې، چې تر دولسو پېړیو روسته هم لا یو بل د هماغو جګړو په سر له ګریوانه نیسي او اوسنۍ دوښمنۍ یې د هغو پېړیو د تربورګلویو په دوام روانې کړې دي، تمه یې هم دا ده، چې د دغو دوښمنیو له برکته به جنت ته ولاړ شي. 

داسې ولې کیږي؟ 

دا د ټولو ادیانو، ایډیولوژیو او ان فکري مکتبونو تاریخي آفتونه دي، چې پلویان یې په زیاتېدونکي افراطیت کې ښکېلیږي. افراطي پلوي له سپېڅلیو انسانانو څخه خدایګوټي جوړوي. کرامات او معجزې روسته روسته پسې تړل کیږي او که څوک یې نه مني کافر و فاسق یې ګڼي. د ټولنې یوه برخه خلک دا هرڅه د ایمان له مخې مني. عقلاني او هوښیار وګړي د تکفیر له ویرې چوپ پاتې کیږي او په دې توګه افراطي پلوي خلک د خرافاتو په ډنډ کې ډوبوي. 

 

له تاریخي پلوه زیاتېدونکې دغه افراطي پلوي هغه وخت لا ګواښمنه شي، چې ځینې هوښیار او چالاک وګړي یا ډلې یې د سیاسي ځواک و واک ګټلو او ساتلو لپاره د وسیلې په توګه وکاروي. 

په اسپانیا کې د مسلمانو عربو په وړاندې د عقایدو د تفتیش خونړی ماشین یوازې د مسیحیت د ژغورنې لپاره نه څرخېده، چې د لسګونه زره مسلمانانو وینې یې وبهولې او اسپانیا یې د اسلامي تمدن له رڼاپېره تشه کړه، خبره د مسیحیت تر چپنې لاندې د سیاسي قدرت او اقتصادي ګټې وه. 

د کیسې په زړه پورې اړخ دا دی، چې ټولو ته د خپل ایډیال دیني شخص کرامات ریښتیا ښکاري او د نورو ډلو د شخصیتونو کرامات ورته خرافات بریښي. 

هغه جګړې، چې د سیاسي واک و ځواک لپاره پېښې شوې، پېړۍ پېړۍ وروسته یې هم هر اړخ سپېڅلې ګڼي، د خپلو ایډیال اتلانو کرامات په خوبونو کې ویني او زر یونیم زرکاله پخوانی دوښمن ورته د شیطان سکه ورور ښکاري. 

دوی ته به څوک ووايي، چې ډېر ځله د داسې جګړو دواړو خواوو ته د یوې کورنۍ وګړي جنګېدلي، د تره زامن، خېښان او د یوې کورنۍ غړي. 

 

یو شمېر کرامات د هغوی تر څښتنانو پېړۍ پېړۍ روسته په هغوی پسې د دروغو او اتهام په بڼه ورغوټه کیږي. 

 

دا د انساني ټولنو یو تاریخي دود دی.