د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب له خپل روسي سیال سره پر دوه اړخیزو ګډو ګټو غږېدلی

د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب له خپل روسي سیال سره پر دوه اړخیزو ګډو ګټو غږېدلی


  • 3 کاله دمخه (02/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1261

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، ډاکټر حمدالله محب مسکو ته د خپل سفر پرمهال نن د دې هېواد د ملي امنيت له سلاکار نيکولای پاتروشيف سره کتلي دي. 

د ملي امنيت دواړو سلاکارانو د سولې او امنيت د تامين، له تروريزم او نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو وزارتونو ترمنځ د مشورو د لا زياتېدو په هکله خبرې اترې کړې دي. 

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې همداراز دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د افغانستان په شمال کې د ناامني پراختيا د افغانستان، روسيې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ګټې ګواښلای‌شي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، دواړو لوریو همداشان په دې کتنه کې د بېړني اوربند او مذاکراتو پر اړتيا، د جنګ پر پای ته رسولو او خپلواک، حاکم او بسيا افغانستان په اړه ټينګار کړی دی. 

د یادې شورا په خبره، په دې ناسته کې دواړو لوريو په سيمه کې د ګډو امنيتي موخو د ملاتړ او پياوړتيا لپاره ګډه لېوالتيا څرګنده کړې ده.

‏د ملي امنيت سلاکار، حمدالله محب پرون له کابله روسيې ته له لوړپوړو مقاماتو سره د ګډو امنيتي همکاریو او نورو سیمه‌ییزو مهمو موضوعاتو په اړه د بحث لپاره پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند، مولوي رحمت الله اندړ د معلوماتو له‌مخې، چې د محب دغه سفر دوه ورځنی دی او د جزئياتو په هکله به يې له رسنیو سره وخت پر وخت معلومات شريک شي.