نړیوال بانک: افغانستان سره د ۸۵ میلیونه ډالرو مرسته کوو

نړیوال بانک: افغانستان سره د ۸۵ میلیونه ډالرو مرسته کوو


  • 3 کاله دمخه (12/12/2020)
  • سیلۍ اسد
  • 1174

نړیوال بانک له افغانستان سره د بیارغونې او عامه خدمتونو په برخه کې ۸۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

 

نړیوال بانک په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، دا مرسته د نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق ۳۹۲ میلیون ډالر بستې یوه برخه ده چې د کورونا ویروس د منفي اغېزو د کموالي او پاکو اوبو ته د لاس رسې، حفظ الصحه او عامه خدمتونو د پیاوړتیا په موخه به مصرف شي.

 

دغه راز په راپور کې راغلې، د یاد ۸۵ میلیونه ډالري مرستو څخه ۵۰ میلیونه به يي د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې او په دغه هیواد کې د جوړښتي مرستو د چمتو کولو پروژې لپاره او ۳۵ میلیونه ډالره به د افغانستان د ولسي تړون په پروګرام کې به ولګول شي.