سویډن د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درولې

سویډن د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درولې


  • 3 کاله دمخه (17/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1228

د سویډن د کډوالو ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د وضعیت د ترینګلتیا له امله یې د ۷ زره رد شوو کډوالو ایستلو لړۍ درولې ده.

د یادې ادارې چارواکو ویلي، چې دغه پرېکړه موقتي ده، د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او وايي که چېرته وضعیت ښه شو؛ نو رد شوي افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

له دې وړاندې جرمني له خپل هېواد نه افغان کډوال ایستلي ول او فنلنډ بیا په افغانستان کې د وروستیو حالاتو له امله د افغان کډوالو ایستلو لړۍ درولې وه.