د افغانستان او قطر تر منځ د الوتنو په برخه کې توافقنامه لاسلیک شوې ده.
ددغه توافقنامې له مخې به د قطر او افغانستان تر منځ مستقیمې الوتنې پېل شي.
دغه توافقنامه د افغانستان له اړخه ملا عبدالسلام حیدري د ټرانسپورټ او هوانوردۍ چلند وزارت مرستیال او د قطر له اړخه محمد فالح الهاجري د قطر د هوايي ملکي چلن ادارې سرپرست لاسلیک کړې ده.
دا پداسې حال کې ده، چې نن د ایران ایر تور هوايي شرکت هم د لومړي ځل لپاره کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.