اروپایي ټولنې پر ټول‌شموله حکومت ټینګار کړی

اروپایي ټولنې پر ټول‌شموله حکومت ټینګار کړی


  • 2 کاله دمخه (26/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 831

سمسور نیوز (۴لړم۱۴۰۱) د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډه کړې ده.

له دې کمېټې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ترسره شوې ناسته کې په افغانستان کې د نجونو د ښونځیو پر پرانیستلو، د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سیمې پر هېوادونو د دغه حالت د اغېزو په اړه بحث وشو. 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي «توماس نیکولسن» دې ناستې ته ویلي، چې د افغانستان په اړه یې د سیمې له هېوادونو سره تفصیلي خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې، اوس د سیمې او ډېر نور هېوادونه په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت غوښتوونکي دي.

نوموړي ویلي، د افغانستان او سیمې د اوږدمهاله ثبات لپاره د بشري حقونو ساتنه او ملاتړ او د پراخ بنسټه حکومت پر لوري ګام اخیستل، د روان وضیعت د حل لاره ده. 

نیکولسن دغه راز زیاته کړې، له افغانستان څخه د کډوالۍ ګواښونه د ګاونډيو هېوادونو لپاره هم د اندېښنې وړ خبره ده.

په دې غونډې کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشرې هیدر بار په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو او مېرمنو د حقونو  په برخه کې د نړیوالې ټولنې په غبرګون نیوکه کړې.

هغې ویلي، چې اروپايي ټولنه باید په افغانستان کې د حساب ورکونې یو ځانګړی سیسټم جوړ کړي او د یاد هېواد موضوعات له نږدې وڅاري.