خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
سمسور(پنج شنبه د لړم ۲۷) د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو امربالمعروف وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې داسې څرګندونې د وطن په خیر نه دي او باید ترې ډډه وشي.
نوموړي ویلي، چې د یاد وزیر څرګندونې د تمې خلاف وي او زیات یې خفه کړی دی.
د اتمر په خبره طالبان باید اوس پر یوې ملي اجماه کار وکړي او له دا ډول څرګندونو تېر شي.
حامد کرزی ویلي و، چې د امر بالمعروف وزیر څرګندونې د تبصرې وړ نه ګڼم.
د ا.ا د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد ویلي و، چې د عبدالله عبدالله، حامد کرزي او فضل هادي مسلميار په ګډون یې ټولو مجرمينو ته عفوه کړې او هېڅوک دې له هېواده د تګ هڅه نه کوي.
سمسور نیوز