نامالومو وسله والو د پښتونخوا له « روچې چیک پواینټ» څخه اوه پاکستاني پولیس تښتولي.
د پاکستان حکومت ویلي، وسله والو لومړی پر چیک پواینټ برید کړی او بیا یې اوه پولیس بیولي دي.
دوی وايي، نه پوهېږي، چې پولیس یې کوم ځای ته تښتول شوي؛ خو د موندلو هڅې یې روانې دي.
تر اوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.