جي۷ ډلې د افغان ښځو پر کار د بندیز لرې کېدو غوښتنه کړې

جي۷ ډلې د افغان ښځو پر کار د بندیز لرې کېدو غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (18/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 709

سمسور نیوز (۲۹وری۱۴۰۲) د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډلې یا جي اوه د سرپرست حکومت له خوا د ملګرو ملتونو او نورو نادولتي موسسو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز د سمدستي لیرې کېدو غوښتنه کړې.  

د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو نن په جاپان کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په یوه ګډ بیان کې ویلي، چې دوی په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په ګډون د ټولو افغانانو پر بشري او اساسي حقونو د بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

جي اوه همداراز د ښځو او نجونو پر وړاندې د سرپرست حکومت پر چلند نیوکه کړې ده. 

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد فرانسپرس خبري آژانس ته په یو بیان کې د جي اوه ډلې غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې نور هېوادونو دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.