یونېسف: جاپان له افغانستان سره ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

یونېسف: جاپان له افغانستان سره ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي


  • 1 مياشت دمخه (18/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 39

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي، جاپان د دغه صندوق له لارې ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې.

د یاد صندوق د افغانستان څانګې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه مرسته به د پاکو اوبو برابرولو، له ناپاکو اوبو څخه د رامنځته کېدونکو ناروغیو په اړه د عامه پوهاي او له یادو ناروغیو څخه د مخنیوي په برخو کې ولګول شي. 

له دغې مرستې څخه به په یادو برخو کې د ۴۱ زره ماشومانو په ګډون ۷۸ زره کسان برخمن شي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې یوازې ۲۴ سلنه کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.