پاکستان یې ورانولو ته په دوه پښو ناست دی؛ خو هند یې د جوړولو تابیا نیسي.

پاکستان یې ورانولو ته په دوه پښو ناست دی؛ خو هند یې د جوړولو تابیا نیسي.


  • 3 کاله دمخه (09/02/2021)
  • سمسور
  • 1231

مننه هنده!! زما د دښمن، دښمنه!!

لیکوال: سعید شینواری

د ولسي جرګې غړي او د میدان وردګو پخواني والي مجیدخان خوږیاڼي ویل، کله چې زموږ تنظیمونه بریالي شول، د درونټې او نغلو بندونو قومانده زما وه.

له پاکستانه امر راغی چې دا بندونه والوځوئ.

وایي، ما مقاومت وکړ، خو د درد خبره دا وه چې بله ورځ خبریدم له یوې بلې لارې یې د نغلو بند کې دوا شیندلې وه چې له کلونو راهیسې دغه بند کې د نایاب نسل ساتلي ماهیان یې وژلي وو.

د حامد کرزي صیب ټول نږدې یاران وایي، موږ د بش ادارې ته څو ځل د بندونو د رغونې ټینګار وکړ، خو هغوی خبره هغه و دغه کړه.

نن هند نه یوازې افغان انسان ته له کرونا د ژوند ژغورنې واکسینونه رالېږي، بلکې د شاه توت، کمال خان، شاه و عروس، سلما او هغو بندونو جوړولو لپاره د ټولو بدخواه قوتونو له ضده افغانستان ته اوږه ورکوي چې نقشې یې محض خوب و خیال او محال ګڼل کېدې.

افغانستان به په سیمه کې د هند په څېر بل دوست پیدا نه کړي.

سمه ده چې ځینو ته به هند ریاکار ښکاري، خو هغه یې له پاکستان او چین سره په خپله پوله حتی د دوی په کور کې هم ویلی شي.