د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزازت سرپرست ویلي چې یاد وزارت د ښځو ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی.
شیخ محمد خالد حنفي لغمان ته د خپل سفر پر مهال د خلکو شکایاتو اورېدو ته ژمنتیا ښودلې او په وینا یې هیچا ته به اجازه ورنکړل شي، ترڅو د ناوړه دودونو پر بنسټ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي.
د حنفي په خبره ټول علماء حق لري څو د محراب او ممبر له لارې د ټولنې په اصلاح کې برخه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، هغه فرمانونه چې د سرپرست حکومت د مشر لخوا شوي، دوی يې پلي کولو ته ژمن دي او په دې برخه کې هڅې کوي.