یو ملت د مسخه کېدو په حال کې دی


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1116

 د کلي پر حالاتو غږېدو. د ویر کیسې وې. د دردونو کیسې وې. د وېرې کیسې وې او د نفرتونو کیسې وې. 

مېلمه شېبه غلی شو. پیاله یې شونډو ته نږدې کړه، شېبه وروسته یې پټکی لېرې کړ. 
پر سپین سر یې لاس را تېر کړ؛
څه وختونه وو، لاړل تېر شول! خدای خبر که په خپل ژوند یې بیا ووینم. همدغه کلی و، همدغه خلک وو. خو حالات داسې نه وو، اوس خو...
تر لنډ سکوت وروسته یې بیا غاړه صافه کړه؛
خلک غریب وو، خو سترګې یې مړې وې. د یو بل مال ته غله نه وو. د یو بل وینو ته تږي نه وو؛ لکه بله دنیا چې وي او لکه بل مخلوق چې وي. 
مېلمه ته څه په ذهن کې ورتېر شول. غوښتل یې د هماغو حالاتو تصویر وویني. د سترګو چینې یې ډکې شوې، خو تصویر تت شوی و. 
په تصویر ډېر وخت وتلی و. سم ورته نه ښکارېده، غلی شو، تر لږ ځنډ وروسته یې ستونی تازه کړ، د هغه وخت نکل یې راواخیست چې لا (سره غوایان) نه وو مست شوي، لا د ( قطبي خرسانو) د راتګ وېره نه وه او لا...
مېلمه ویل؛
هغه وخت په لغمان کې هم ډېر هندوان اوسېدل. اکثریت یې په دوکاندارۍ بوخت وو. ستاسې کلي کې هم یو هندو اوسېده، نوم یې رام کیشن و. دی له خپلې مېرمنې (جانو)، دوو زامنو او یوې سپین سرې مور سره اوسېده. ستاسې تره ورته یوه بالاخانه ورکړې وه، رام کیشن دوکانداري کوله، رختونه یې پلورل.
چې کله به د غنمو او شولو رشه تیاره شوه، رام کیشن به پکوړې پخې کړې او ماشومانو ته به یې په شولو او غنمو ورکولې، ټول به ترې را تاو وو. 
رام کیشن تر ډېره همدلته و. هغه د یوه بېل دین پیرو و، خو نه کلیوالو هغه پردی وګاڼه او نه ده ځان پردی احساس کړ.
مور او مېرمنې یې هر کور ته راشه درشه کوله او هر چا ورته لکه د میلمنو قدر ورکاوه. بچیان یې له موږ سره یو ځای لوی شول. یو ځای مو لوبې کولې.
زه نوی ځوان وم، ښه راته یاد دي؛ د کیشن مور مړه شوه. له جلال‌اباد او ان له کابله ورته هندوان راورسېدل، ټولو کلیوالو، میلمنو ته د چای او ډوډۍ بندوبست وکړ. د سیند په غاړه ورته کلیوالو لرګي راټول کړل او هغوی له خپل مذهبي دود سره سم، مړی وسوځاوه.
رام کیشن سخی سړی و. کلیوال غریب وو. یوازې د پټیو حاصلاتو ته ناست وو. ده به ورته په قرض سودا ورکوله او چې څوک به ډېر غریب و، نو هغه ته به یې قرض هم ورمعاف کړ.
څو ځلې یې موږ له ځان سره د ویساک جشن ته بېولي یوو. دا جشن به د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په سلطان‌پور چینو کې جوړېده، مېلې به وې، د هر ځای خلک به راټول وو. یو د بل توپیر به نه کېده. یو له بله نه ډارېدل. د چا سترګو کې وېره نه وه. د چا زړه کې کرکه نه وه. هندوانو او سکهانو به په خوښۍ خپل مذهبي او دودیز مراسم پر ځای کول او خلکو به له دې په زړه پورې نندارې خوندونه اخیستل.
های!
لکه په ویښه چې خوب وینم. لکه روح چې راڅخه ډېر لېرې تللی وي. لکه سپین ږیری مېلمه چې له بلې سیارې راکښته شوی وي. لکه د خپلې سیارې د مخلوقاتو کیسې چې یې راته کړې وي. له خپل مېلمه مې وېره وشوه، ما ویل دا به د بلې کُرې مخلوق وي. 
حیران وم، کله مې د وطن اوسني خونړي حالت او له کرکې ډک خلک په سترګو کې غړېدل او کله د مېلمه د مینې نااشنا کیسې.
ذهن کې مې بېلابېلو پوښتنو سرونه راپورته کړل؛
دا موږ څه وو؟ دا موږ څه شوو؟ دا موږ کومه خوا روان یوو؟ اخېر چېرته رسېږو؟ ولې له انسانیت او مینې شېبه په شېبه واټن نیسو؟ او...؟ 
مېلمه راته څو غږونه کړي وو، خو ما نه و اورېدلي، یوازې هغه راته ښکارېده. زه د هغه په سترګو کې د خپل ولس په ماضي پسې ورک وم. خپل تېر وختونه مې پکې لټول. هغه بیا غږ وکړ، خو ما بې‌اختیاره همدا خبره کوله؛ 
موږ مسخه کېږو، موږ مسخه کېږو او موږ...
سرخط‬ ورځپاڼه