ازبکستان د افغانستان د کانونو په استخراج کې لېوالتیا ښودلې

ازبکستان د افغانستان د کانونو په استخراج کې لېوالتیا ښودلې


  • 1 مياشت دمخه (01/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 67

د ازبکستان لومړی وزیر وايي، تاشکند د افغانستان د کانونو استخراج او نورو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو انتقال ته لېوالتیا لري.

د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله عارفوف دا خبره په تاشکند کې د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغان - ټرانس پروژې پلي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو ښکېلو هېوادونو ته ډېر کټه ورسوي.  

په ورته وخت کې مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي اړیکو پر ټینګښت او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي يې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله ډېره شوې ده. 

د يادونې وړ ده، چې مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستاني  چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته په سفر ولاړ.

اسلامي امارت هیله څرګندوي چې دغه سفر به په مختلفو برخو کې مثبتې پایلې ولري.