سمسور (۸غبرګولی۱۴۰۱) د کابل امینه قومنداني د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د چاودنې خبر ورکړی دی او تاییدوي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي.
د دې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه د مريم لېسې پر سړک په يوه بايسکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
دى وايي چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي او په اړه يې نور معلومات نه لري.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.