تېر ماښام د نورستان نورګرام ولسوالۍ په «ملیل» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله ۷ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې پېښه د دوو ځوانانو تر منځ د کلاشینکوف ټوپک پر سر د پخوانۍ دښمنۍ له کبله رامنځته شوې ده.
ده زیاته کړې، چې ټپیان د لغمان سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په خبره، سیمې ته امنیتي سرتېري رسېدلي او د دواړو کورنیو غړي یې نیولي دي.
تر دې یوه ورځ وړاندې په ننګرهار کې هم د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې یو کس وژل شوی و.