د بشر حقونو څار نړیواله ډله: طالبان پر دوی نقد کوونکي وژني

د بشر حقونو څار نړیواله ډله: طالبان پر دوی نقد کوونکي وژني


  • 3 کاله دمخه (31/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1105

د بشر حقونو د څار نړیوالې ډلې د سویلي اسیا مسؤولې پاتریشیا ګاسمن ویلي، طالبان هغه کسان هدف ګرځوي، چې پر دوی نیوکه کوي او نقدوي یې. 

ګاسمن وايي، طالب مشران  بشري حقونو ته د دوی د پاملرنې خبره کوي؛ خو په وینا یې، جنګیالي یې بیا هره ورځ بې‌ګناه ملکیان او د هغو کسانو د کورنیو غړي وژني، چې د دولت په لیکو کې دنده مخته وړي. 

هغه همدغه‌راز زیاته کړې، چې که طالبان رښتیا انساني حقونو ته ژمن وي؛ نو خپلو جنګیالیو ته دې امر وکړي، چې د عامو وګړو، منتقدینو، پوځي کسانو د خپلوانو او کورنیو د غړو وژل او شکنجه دې بنده کړي. 

آغلې ګاسمن ویلي، د هېواد په سوېل کې په وروستیو کې داسې پېښې رامنځ ته شوې دي، چې د بشري حقونو ښکاره نقض دی او دوی به دا راپورونه له نړیوالو بنسټونو سره شریک کړي.

د یادونې ده، چې په وروستیو کې طالبانو جګړو او د یو شمېر سیمو نیولو ته دوام ورکړی، چې له کبله یې ګڼ ملکیان د خپلو مېنو د بېځایه کېدو ترڅنګ ورته ځاني تلفات هم ور اوښتي دي. 

بل لورته د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نورو هغو انساني بنسټونو هم له دغې ډلې په کراتو - کراتو غوښتي، چې د بې‌ګناه ملکي وګړو ژوند ته دې پام وکړي او له افغان دولت سره دې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.