ډکسن: د دوـ حې په ناسته کې پر اوسني حکومت د بندیزونو لرې کولو په اړه اجماع موجوده وه

ډکسن: د دوـ حې په ناسته کې پر اوسني حکومت د بندیزونو لرې کولو په اړه اجماع موجوده وه


  • 8 مياشتي دمخه (01/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 328

د برېتانیې شارژدافیر رابرټ ډکسن وايي، د دوحې په ناسته کې پر اسلامي امارت د بندیزونو لرې کولو په اړه اجماع موجوده وه.

نوموړي تېره ورځ د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلی، که څه هم د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون د تمې خلاف وو؛ خو بیا هم د یادې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د امن، ټول ګډونه حکومت جوړېد، د افغانستان د پرمختګ او د بندیزونو لرې کېدو په اړه اجماع درلوده.

د ریاست الوزرا له عمومي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی له نړۍ سره تعامل غواړي او که غوښتنې یې ومنل شي؛ نو په راتلونکو ناستو کې به هم ګډون وکړي.

بل لورته تېره ورځ د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې نړۍ باید له قید او شرط پرته پر اسلامي امارت یو طرفه بندیزونه لغوه کړي.

ژیرنوف په دې لیدنه کې د کابل او مسکو اړیکې ښې یادې کړې او ویلي یې دي، چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې اسلامي امارت د خپلو شرایطو نه منلو له کبله د دوحې په ناسته کې ګډون نه و کړی.