خیبرپښتونخوا کې موټربم برید د چینايي انجنیرانو په ګډون ۶ کسان ووژل

خیبرپښتونخوا کې موټربم برید د چینايي انجنیرانو په ګډون ۶ کسان ووژل


  • 8 مياشتي دمخه (26/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 350

د خیبرپښتونخوا په شانګله سیمه کې   د چینایانو پر موټر برید شوی، چې په پایله کې یې ۵ چینایي انجنیران او یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي دي.   

سیمه ییزې سرچینې وایي، له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د چینايانو له موټر سره جنګول شوی او وروسته یې چاودنه کړې.   

د معلوماتو له مخې، تر برید وروسته د چینايي انجنیرانو موټر یوې لویې کندې ته لوېدلی او سمسلاسي یې اور اخیستی دی.  

پاکستاني پولیسو ویلي، برید پر هغو انجنیرانو او کار کوونکو شوی، چې د اسو په نوم یوه بند ته د کار لپاره پر لاره روان وو.  

د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. 

دا په پښتونخوا کې پر چینايي انجنیرانو لومړنی برید نه دی، بلکې تر دې مخکې هم د ورته بریدونو هدف ګرځېدلي.