طالبان بهرني جنګیالي ولې له خپلو ډلو نشي شړلی؟

طالبان بهرني جنګیالي ولې له خپلو ډلو نشي شړلی؟


  • 3 کاله دمخه (24/02/2021)
  • Samsoor.com
  • 1373

د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې نږدې کال پوره شو؛ خو اوس د طالبانو ځینې اعلامي داسې دي، چې غواړي د دوحې هوکړې ته ژمنتیا وښيي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې یې بایډ‌ن ته په یو سرخلاصي لیک کې عذر کړی و، چې له افغانستان څخه ووځي او طالبان به د امریکا هر ډول غوښتنې مني.

شاوخوا پنځه ورځې وړاندې یې په افغانستان کې د تاریخي اثارو د ساتنې خبر کړې وه او تازه یې یو ه اعلامیه خپره کړې، چې طالبان نشي کولای په خپل سر بهرني وسله وال جنګیالي جذب کړي.

طالبان نړیوالو فشارونو دومره وراخطا کړي، چې اوس دوی په خپل ذات کې ګنګس دي، حتا په دې هم نه پوهیږي چې څه وايي او څه کوي.

د طالبانو تازه خپره کړې اعلامیه په خپل ذات کې څو داسې خبرې لري، چې بېرته پر طالبانو شاهدي وايي، چې دا ډله  د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د غلا، شکونو، انسان وژنې، هېواد ورانونې... او نورو تخریبي کارونو لپاره لاهم نیت لري.

زه غواړم دلته لږ د طالبانو په خپره کړې اعلامیه تم شم.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، چې هيڅوک نشي کولای دغې ډلې ته بهرني عسکر جذب کړي.

یعنې؛ تر دې اعلامې مخکې هر چا کولای شول، چې د طالبانو ډلو ته بهرني سرتیري راولي، او هرچا چې څه غوښتل د څو پیسو په مقابل کې یې د طالبانو په ډلو کې د خپلو سرتیرو پر مټ کولای شول.

انسان وژنه، قاچاق، غلا، بم کېښودنه... او نور هغه څه وه، چې طالبانو په افغانستان کې ورته کلونه کلونه زمینه سازي کړي او لا یې هم کوي.

د طالبانو له لوري د خپرې شوې اعلامې له دې لومړۍ کرښې معلومیږي، چې دا ډله حتا په دې هم نه پوهیږي، چې دوی څوک دي، څومره کسان دي، او ولې په افغانستان کې جګړه کوي؟

همداشان د لومړي پرګراف لومړۍ کرښه دا وايي، چې په  طالبانو کې ځېنو نورو وړو ډلو تر دې وړاندې ډېر بهرني سرتیري په افغانستان کې د یادې ډلې  له رهبري څخه په پټه جنګول او خپل اهداف به یې ورڅخه تر لاسه کول.

دوی په خپله اعلامیه کې لیکلي، چې هيڅوک نشي کولای په خپل سر بهرني جنګیالي جذب کړي، یعنې په هېواد کې د دوی له لوري پیل شوې ۲۰ کلنه جګړه تر دې وړاندې هم د طالبانو تر چتر لاندې بهرنیو سر تېرو کوله او تر دې وروسته به یې هم پر مخ وړي؛ خو فرق دا دی، چې تر دې مخکې د یو نامنظم سیستم له مخې د طالبانو لیکو ته بهرني جنګیالي داخلېدل او له دې وروسته به د یو منظم پروسیجر له مخې، وي.

طالبانو ولې دا ډول اعلامیه خپره کړه او دلایل یې څه دي؟

 

 ۱: له امریکا سره د دوحې هوکړې نږدې کال پوره شو؛ خو طالبانو په دې موده کې په دې اړه هیڅ هم نه ویل، په داسې حال کې چې امریکا به هره ګړۍ دغه ډله په دې تورنوله، چې له بهرنیو ډلو سره اړیکې لري او طالبانو به په وار وار دا خبره ردوله.

په کور دننه به هره ورځ د افغان ځواکونو له لوري په عملیاتو کې د طالبانو په ډلو کې تر ټولو مهم جنګیالي مړه کېدل، چې یا به د بم جوړولو ماهرین و، یابه د تر ټولو ډېر ماهر نښان ویشتونکي وو او یا به هم د جګړې پلان کوونکي.

کله چې د ټرمپ لپاره د طالبانو دعا قبوله نه شوه، او بايډن له دغې ډلې سره پر تړون له سره د کتنې خبره وکړه، نو پاکستان وپوهېد، چې له خپل هغه هدف، چې افغانستان به د دوی پنځمه صوبه وي، لرې کېدونکي دي؛ نو طالبانو ته یې امر وکړ، چې باید د امریکا ټولې غوښتنې ومني، ترڅو وشي کولای امریکا له افغانستان څخه وباسي او دوی د طالبانو پر مټ انارشي جوړه کړي او افغانستان یو ځل بیا په کنډوالو بدل کړي.

۲:  تر دې وړاندې په افغانستان کې تر ډېره بریده پاکستاني جنګېدل او روان جنګ د ISI له لوري مدیریت کېده؛ خو چې کله په دې وروستیو کې افغان ځواکونو د چیچنایانو، ازبکانو، عربو او نورو هېوادونو بهرني جنګکیالي ووژل؛ نو پاکستان پوه شو، چې که طالبان همدا ډول پرېښودل شي، ښايي دوی بیا مطلوب هدف لاسته رانه وړي؛ نو ځکه د ISI جنرالانو پر طالبانو باندې دغه ډول اعلامیه خپره کړه.

۳: پاکستان اوس د نړۍ لپاره په سرطان بدل شوی او هرچېرته  که د افراطي ډلې ريښه وکتل شي یاد هېواد ته به ورسیږي.

دا هېواد د ترهګرو په ځاله باندې بدل شوی هېواد دی، د نړۍ په کچه بدنام شوی هېواد دی او اوس پر ې نړیوال فشارونه دومره ډېر شوي، چې حتا د دوی ځینې لوړپوړي چارواکي یې له رواني تکلیف سره مخ کړي.

پاکستان ددې لپاره، چې ځان له نړیوال فشار څخه هم خلاص کړي پر طالبانو یې دغه ډول کړنه ترسره کړه؛ ځکه په اوسنیو حالاتو کې امریکا، ناټو او د افغانستان د قضیې ښکیلو خواو ته تر ټول مهمه خبره د طالبانو او القاعده اړیکه ده.

اوس پوښتنه دا ده، چې طالبان په خپلو ډلو کې د بهرنیو جنګیالیو د جذب مخنیوی کولای شي؟

 

ددې لپاره مهمه ده، چې لومړی په دې وغږیږو، چې طالبان څوک دي او ددوي په ډلو کې بهرني جنګیالي؟

طالبان په افغانستان کې د جګړې لپاره رامنځته شوې ډله ده، چې د روباټونو خاصیت لري او کنټرول یې د پاکستان په لاس کې دی.

دوی یواځې هڅه کوي، چې پیسې وګټي او خپله د پاکستان ګټو ته کار وکړي، د ISI په خوښه دا جوړه شوې ډله فقط د امر تابع ده او نور خپله د هيڅ ډول پرېکړې واک نه لري.

دې ډلې یواځې په افغانستان کې د پاکستان او نړیوالې مافیا لپاره د انساني، قیمتي ډبرو ، نشه يي توکو، وسلو... او نورو د قاچاق زمینه برابره کړې او یواځې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نړیوالې مافیا او پاکستاني قاچاقبرانو د امنیت ساتلو له کبله هر کال له ۳۲ څخه تر ۳۳ ملیارده ډالره ګټه لاسته راوړي.

که یې لنډه کړو او ووایو، چې طالب د پاکستان په لاس جوړ شوی ویروس دی او په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره استعمالوي.

همداشان بیا په افغانستان کې موجود بهرني جنګیالي دومره واړ او کم خلک نه دي، چې د طالب په خوله به ووځي.

دوی د پاکستان په مهمو روزنځایونو کې ټریننګ شوي، لکونه ډالر پرې سرمایه ګذاري شوې او بیا افغانستان کې جګړې ته رالېږل شوي، چې دوی خپله د طالبانو د رهبرۍ، قوماندې او د جګړې د پلان دنده پر غاړه لري؛ نو طالب به څنګه وشي کولای د خپل بادار له امر سرغړونه وکړي او هغه څوک له خپلو ډلو لرې کړي، چې ددوی رهبریت ور په غاړه دی!

بل لورته بیا القاعده هغه ډله ده، چې طالب یې په هیڅ صورت نه شي محدود کولای او په هيڅ شکل پرې د طالب زور نه رسیږي.

طالبانو په دې پرېکړې یوځل بیا ځانونه د پاکستان د ګټو قرباني کړل او ښکاره یې کړه، چې لاهم وفادار دي او تر هغې به وفادار ثابتیږي، چې ترڅو پاکستان خپل هدف لاسته نه وي راوړی.

لنډه دا چې طالبان په افغانستان کې خپلواک نه دي، پاکستان غواړي افغانستان خپله پنځمه صوبه کړي او د همدې لپاره یې د طالبیزم له مفکورې کار اخیستی.

که طالبان دغه ډول شل اعلامیې هم خپرې کړي؛ بیاهم د ISI سرتیري نه وځي ترڅو خپل هدف ته ونه رسیږي.