پاکستان کراچۍ کې د افغان سوداګرو د اېسارو اموالو خوشې کولو پرېکړه کړې

پاکستان کراچۍ کې د افغان سوداګرو د اېسارو اموالو خوشې کولو پرېکړه کړې


  • 1 کال دمخه (17/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 464

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستان حکومت هوکړه کړې، چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند مالونه سملاسي خوشې کوي. 

دغه سفارت پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستاني چارواکو د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په دوه اړخیزه ناسته کې دا هوکړه کړې ده.  

سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو او صنعت وزیرانو هم ګډون درلود. 

د راپورونو له مخې، پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر څلور زرو ډېر کانتینرونه اېسار کړي دي.

د یادونې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې دی.

نوموړي پرون د پاکستان او ازبکستان سره په درې اړخیزه غونډه کې د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاووړزیاتولو اړوند هوکړې هم لاسلیک کړې.