سمسور نیوز (۵سلواغه۱۴۰۱) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د مارټین ګریفټس په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې تعلیمي برخه کې شته ستونزې د حل کېدو وړ دي.
نوموړي ویلي، په دې برخه کې د نظرونو توپیر شته، خو دا ستونزه به د نجونو د د زده کړو د دایمي محرومیت سبب نه ګرځي.
له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس په دې لیدنه کې د نجونو د زده کړو او ښځو د کاري حقونو د ورکړې غوښتنه کړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مارټین ګریفټس ویلي، ډېر انتقادونه د تفاهم مخه نیسي او یو د بل پر هره کړنه باید انتقاد ونه شي.
د یادونې وړ ده چې نوموړي تېره ورځ د کډوالو اوبېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې دوی د مرستو بندولو اراده نه لري، خو د مېرمنو پر کار بندیز یې کارونه ټکني کړي دي.
هغه ویلي، دوی د مرستو په رسولو کې د افغاني کلتور او اسلامي اصولو رعایت ته ژمن دي.