د هرات ښار په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاک شو

د هرات ښار په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاک شو


  • 3 کاله دمخه (08/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1050

د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون والو د جګړې لومړۍ کرښې ماتې او طالبان یې د هرات ښار څخه په شاتمبولي دي او د یادې ډلې پر وړاندې اوس هم عملیات دوام لري.

 

 په ورته وخت کې په هرات کې د ولسي مقاومت جبهې مشر محمد اسماعیل خان د یاد ولایت خلکو ته ډاډ ورکړی، چې له هرات ګواښ لرې شوی او طالبان د شاتګ په حال کې دي. نوموړي ویلي، د طالبانو بریدونه دفع شوي او د مجاهدینو د شمېر له زیاتوالي سره د هرات ښار د دفاع لپاره د خلکو روحیه پیاوړې شوې ده. امنیتي ځواکونو په تېرو دوو شپو کې دښمن ته ډېره درنه مرګ ژوبله اړولې ده، چې دا پياوړې روحیه د دې څرګندويي کوي، چې په پرېکنده توګه له هرات ښاره دفاع شوې ده.

 

د یادلو ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو په ښارونو بریدونه زیات کړي، چې په کندهار، هلمند او هرات کې یې د پرمختګ مخه نیول شوې ده.