د جرمني دفاع وزیره انیګریت کرامپ کارینباویر له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو او نورو مهمو مسائلو په اړه د مذاکراتو لپاره نن ترکیې ته تللې ده.
د جرمني د دفاع وزارت ویاند ویلي، نوموړې به په انقره کې له خپل تُرک ساري او نورو چارواکو سره له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د ترکیې د راتلونکي رول او په مدیترانه کې د کړکېچ په اړه هم خبرې اترې وکړي.
د ویلو ده، دا ترکیې ته د جرمني دفاع وزیرې انیګریت کرامپ کارینباویر لومړنی سفر دی، چې پهکې له افغانستانه د سرتېرو وتلو او یو یو لړ نورو مهمو مسائلو پر سر خبرې اترې کېږي.
بللورته له ترکیې سره په دې وروستیو کې د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه هم خبرې اترې شوې دي.