له کابله د افغان حاجیانو لومړۍ ډلګۍ نن سعودي ته رسېدلې

له کابله د افغان حاجیانو لومړۍ ډلګۍ نن سعودي ته رسېدلې


  • 2 کاله دمخه (12/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 710

سمسور (۲۲غبرګول۱۴۰۱) د حج د ادا کولو په موخه د افغان حاجیانو لومړۍ جوپه، نن له کابل هوایي ډګر څخه سعودي عربستان ته رسېدلې ده. 

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د حاجیانو د لېږد لومړۍ جوپه اریانا افغان هوايي شرکت د سعودي مدینې منورې ښار ته لېږدولې ده.  

د مالوماتو له مخې، سږ کال به له افغانستانه تر ۱۳ زرو ډېر کسان د حج مراسمو کې ګډون وکړي. 

د یادونې ده، چې سعودي تېر دوه کاله د کرونا له کبله د حج مراسم محدود کړي وو؛ خو سږ کال یې د نړۍ یو میلیون حاجیانو ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.