سمسور نیوز (۲۲لېندۍ۱۴۰۱) د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د اسلامي امارت د مشر شېخ هبت الله اخندزاده د حکم پر اساس یې د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ کړی.
په همدې تړاو خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دغه کمېسیون مشري به د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر پهغاړه ولري.
په چارو کې د روڼتيا تامینول، د موثرو خدماتو وړاندې کول، د تدارکاتي ستونزو حل لارې موندل او د تدارکاتي چارو تنظيم د دغه کمیسیون مهمې دندې ښودل شوي دي.
د یاد کمیسیون غړي د مالیي او اقتصاد وزارتونو سرپرست وزیران، د چارو ادارې لوی رییس او د پروژې پر بنسټ د اړوند سکتوري وزارت سرپرستان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له سخت اقتصادي ناورين سره مخ دی او خلک ېې د مهارولو لپاره د ا.ا له مشرانو څخه د مسلکي کادرونو د ګومارلو غوښتنه کوي.