ترکیه او سوریه کې بیا زلزله شوې؛ درې کسان مړه او تر ۶۰۰ زیات ژوبل دي

ترکیه او سوریه کې بیا زلزله شوې؛ درې کسان مړه او تر ۶۰۰ زیات ژوبل دي


  • 1 کال دمخه (21/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 572

سمسور نیوز (۲کب۱۴۰۱) په ترکیه او سوریه کې له مرګونې زلزلې دوه اوونۍ وروسته، تېره شپه د رېښتر په کچه ۶،۴ درجې یوې بلې زلزلې د دواړو هېوادونو سرحدي سیمې ولړزولې. 

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې په دې زلزله کې په ترکیه کې ۳ کسان مړه شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي. 

په سوریه کې هم د یادې زلزلې له امله د ۴۷۰ کسانو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.  

خو رسنۍ وایي، دا شمېرې وروستۍ نه دي او د زیاتېدو وېره یې شته. 

دا په داسې حال کې ده، چې شااوخوا دوه اوونۍ په ترکیه او سوریه کې د یوې زورورې زلزلې له کبله نږدې ۴۷زره کسان مړه او زرګونه نور ژوبل شول.