امینه محمد: ا.ا د ښځو حقونو په برخه کې تعامل ته چمتووالی ښودلی

امینه محمد: ا.ا د ښځو حقونو په برخه کې تعامل ته چمتووالی ښودلی


  • 1 کال دمخه (21/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 648

سمسور نیوز (۱سلواغه۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وايي، د اسلامي امارت د لوړې کچې مشرانو د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې تعامل ته چمتووالی ښودلی دی.

نوموړې له «بي بي سي» سره په مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت له مشرانو څخه یې په هغو برخو کې د پرمختګ خبرې اورېدلې، چې دوی یې غواړي.

هغې دغه راز ویلي، تر څو چې د اسلامي امارت مشرانو په دې برخه کې بنسټیز ګامونه نه وي اخیستې؛ نو په نړیواله کچه به یې د رسمیت پېژندنې موضوع هم ستونزمنه وي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې دغه راز د نجونو د زده کړو او ښځو د کار د حقونو په برخه کې پر نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو هم نیوکې کړې، چې په په دې موضوع کې ځان په پوره ډول نه ښکېلوي.

د یادونې وړ ده، چې امینه محمد څه موده وړاندې کابل ته د ملګرو ملتونو له لوړ پوړي پلاوي سره راغلې، چې دلته یې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره وکتل.