کابل کې پر یو خبریال بریدګر ونیول شو

کابل کې پر یو خبریال بریدګر ونیول شو


  • 1 مياشت دمخه (28/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 91

 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي هغه وسله وال یې نیولی چې غوښتل یې د کابل ښار ۱۲ ناحیه کې یو خبریال ترور کړي.

امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، نیول شوی کس چې مرزا جان نومیږي په پاکستان کې یې زده کړې کړي او دمګړۍ یې د نورالله په نوم د یوې ډلې د مشر تر قوماندې لاندې کار کاوه.

د صالح په وینا دغه کس په کابل کې د خپلې ډلې د مشر په لارښونه ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.

نوموړی وایي نیول شوي کس غوښتل د کابل ښار ۱۲ ناحیې اړوند سیمه کې یو خبریال ووژني خو هدف تر رسیدو مخکې ونیول شوي او دمګړۍ تر څیړنو لاندې دی.