اداري مرستیال: نړۍ دې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره مرسته وکړي

اداري مرستیال: نړۍ دې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره مرسته وکړي


  • 9 مياشتي دمخه (28/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 333

اسلامي امارت له روغتیا نړیوال سازمان غوښتي چې په افغانستان کې له روغتیايي سکتور سره همکاري وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان له مشر تدروس ادهانوم سره د یو ویډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې غوښتنه کړې، چې د روغتیا سیستم د پیاوړتیا، مجهزو لابراتوارونو د نصب، د هېواد په لیرې سیمو کې د صحي کلینیکونو د ایجاد، د روغتیا برخې د متخصصینو د مسلکي ظرفیت لوړولو او په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې مجهز روغتون جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ادهانوم ویلي، روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو دوام غواړي او په بېلابېلو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه دغه راز ویلي، پولیو ناروغۍ د سیمې او نړۍ لپاره خطر دی او له ښه بخته، چې په افغانستان کې یې ریښې تر ډېره بریده له منځه وړل شوې دي.

دی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېر کال هم په ټول هېواد کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.