بهر ته له کندهار د زعفرانو صادرات زیات شوي

بهر ته له کندهار د زعفرانو صادرات زیات شوي


  • 1 مياشت دمخه (20/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 51

کندهار کې سږکال د زعفرانو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. 

 

د یاد ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست خبر ورکړی چې سږ کال له کندهاره ۶۱.۲۵ کیلوګرامه زعفران بهرنیو هيوادونو ته صادر شوي دي. 

 

دوی زیاتوي چې ددې زعفرانو لویه برخه 

متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، المان او ازبکستان ته صادر شوي دي. 

 

د یادونې ده، په ۱۴۰۲ کال کي ۱۷.۹۶ کیلوګرامه زعفران متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، المان او ازبکستان ته صادر شوي وو.

#SamsoorNews