ترکي ځواکونو په انقره کې له پروني ځانمرګي او وسله وال برید وروسته د عراق په شمال کې د کرد یاغیانو پر بېلابېلو اهدافو هوايي بریدونه کړي.
رویټرز خبري آژانس د ترکي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې په دغو بریدونو کې یې ۲۰ بېلابېل اهداف او د کردستان پيکېکې ډلې ګڼ وسله وال یې له منځه وړي.
تر دې موړاندې پيکېکې منلې وه چې په انقره کې د یکشنبې ورځې ځانمرګی برید د دوی یوې اړوندې ډلې کړی دی.
د ترکیې دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی په هوایي بریدونو کې د پي کې کې ډلې د وسله والو د اوسېدو ځایونه په نښه شوي دي.
د یادونې ده چې کرد وسله وال د ترکیې حکومت تر سختو فشارونو لاندې دي او په ترکیه کې د دوی ګڼ مشران په زندانونو کې دي.