افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنگوالي ته کتنه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • د پوهاند حسن کاکړ ليکنه
  • 1486

د کتاب نوم : د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنگوالى
ليکوال : شهسوار سنگروال
خپرونکى : الازهر خپرندويه موسسه پېښور
مخونه : ٤٦٠

دا لومړۍ ليكنه ده چې په پښتو كې د دغسې موضوع په هكله شوې ده.

د موضوع له نويتوب سره سره د ښاغلي سنګروال دغه ليكنه روانه، دقيقه او ژبه يې رڼه او خوږه ده، او د هرې موضوع په هكله هغه څه پكې ځاى شوي چې په هغې پورې اړه لري.

له څه لږ سلو سرچينو څخه د مجلو اوكتابونو په بڼه ګټه اخستلې شوې ده. دغه سر چينې يوازې په پښتو او فارسي كې د افغان پوهانو نه دي، په انګريزي كې د باندينيو پوهانو هم دي چې ښاغلي سنګروال په لندن كې د برتانيې كتابتون (برټش لايبرري) څخه د اوږدې مودې په بهير كې په څېړنو او پلټنو سره تر لاسه كړي دي.

دا هغه كتابتون دى چې په هغه كې ارشيفي يا رسمي دفتري پاڼې، سندونه، رپورونه، رسمي او نيمه رسمي خپرونې او داسې هم لاسي ليكنې او كتابونه د څېړونكو دپاره خوندي شوي دي.

دغه ټولې ليكنې د نړۍ د زياترو ولسونو په تېره د اسيا د افريقي ولسونو د هر اړخ په اړه هم په خپله د هغو په ژبو او هم په انګريزي كې دي.

په دغه ډول دغه كتابتون د څېړونكو د پاره دغسې يو مهم منځى دى چې ګومان كوم په ټولې نړۍ كې به جوړه ونه لري.

په لندن كې د يوه افغان د پاره هغه هم د مهاجرت په حال كې او د كورنۍ په لرلو سره علمي څېړنې كول او بيا د هغو پر بنسټ ليكنه برابرول لكه هسې چې ښاغلى سنګروال برابره كړې او په هغې سره يې د وطن د بېلو بېلو سيمو تاريخ او جغرافيه په لرغونو مهالونو كې روښانه كړې له پوهې، پوهنې او كلتور سره د هغه مينه څرګندوي.

د دغسې يوه اثر كښل بې له دغسې مينې څخه ګرانه ده. له پوهې، پوهنې او كلتور سره د ښاغلي سنگروال مينه اوږد تاريخ لري په کابل کې يې په هغه وخت کې چې لا د ادبياتو د پوهنځي محصل و د افغانستان په راديو تلويزيون کې کار کاوو او بيا له فراغت نه وروسته هلته يې د خپرونې دنده په پوره ډول تر سره کوله او په پېښور کې يې د ژوندانه ه گران حال کې د احمد شاه بابا د پوهنتون چارې پر مخ بېولې . دا دى اوس په لندن کې هم لوستل ، څېړل او خپرول کوي او په ځانگړي ځان د شملې په نامۀ يوه وړه مهالنۍ راوباسي . دۀ لا دمخه د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ په اړه يو پڼ كتاب خپور كړى، دى يو وخت بل وخت د افغانستان په هكله په سمينارونو كې برخه هم اخلي ..

د ښاغلي سنګروال په دغه نوي اثر كې له لرغوني مهال نه تر معاصر افغانستان پورې د وطن د ټولو سيمو په اړه د شپږڅلوېښتو سر ليكونو لاندې تاريخي معلومات په سترګو كيږي. په دغه ډول په دغه اثر كې د هر افغان دپاره نه يوازې د ټول هېواد بلكه د هغه د ځانګړې سيمې په اړه هم د لوستلو پخواني او نوي ډېر مواد شته. غگېر له هغه هم څنګه چې افغانستان يو ډېر لرغونى هېواد دى او هره سيمه يې د تاريخ په اوږدو كې د څو نومونو خاونده وه او اوږد تاريخ لري او ډول ډول واكمنو پرې واك چلولى او په اوسېدونكو باندې يې ډېرې سړې تودې راغلي په هغو باندې دغسې ډېرې پېښې شوي چې څېړونكي او پوهان اوس له هغو نه ژور بصيرتونه تر لاسه كولى شي .

د ښاغلي سنګروال دغه نوى اثر د همدغسې ليكنو په ډله كې يو مهم اثر دى. غټ اهميت يې په دې كې دى چې هغه د هغو موضوع گانو په اړه چې رڼې نه وي او باوري توب يې ښاغلي سنګروال دغه اثر چې په اصل كې څېړنيز دى د كوم ټاكلي فكر يا د كومې ټاكلې ايډيالوجي له مخې كښل شوى نه دى.

هغه د رښتين توب ميندلو په مقصد په موضوع ګانو باندې له بېلو بېلو ګوټونو نه رڼا اچولې او خپل اثر يې په دغه ډول افاقي كړى دى. په اصل كې د پوهې موندلو په لور دا منلې شوې لار يا يوازنۍ لار ده او ښاغلي سنګروال له اول نه تر پايه پورې په دغې لارې باندې په ټينګه روان دى.

په هر حال اوس دغه درې واړه اثرونه او داسې هم اريانه دايره المعارف د افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه ډېرې مهمې سر چينې دي. له همدې امله ده چې زه د ښاغلي شهسوار سنګروال د وطن د جغرافيوي تاريخ په اړه دغه نوى اثر ډېر مهم ګڼم او پر دې باور لرم چې هغه به په راتلونكي كې د څېړونكو لپاره ډېره ګټوره سرچينه وي.