د کوچنیانو له بد خوبۍ سره د مبارزې رازونه

د کوچنیانو له بد خوبۍ سره د مبارزې رازونه


  • 1 کال دمخه (02/04/2023)
  • نصیر احمد نظري
  • 719

ژباړه: نصیراحمد «نظري»

د کوچنیانو له بد خوبۍ سره د مبارزې رازونه 

خوب د غذا او ښه خوراک په شان د کوچنیانو د ودې او نمو لپاره مهم عامل دی. ښه او کافي اندازه خوب د دوی پر وده باندې زیاته اغیزه لرلی شي او بد خوابي یا نا کافي خوب د دوی د رشد په بهیر باندې ناوړه اغیز پرېباسي. دغه راز د دوی د مور او پلار د خفګان او اندېښنې هم سبب کیږي.

د کوچنیانو د خوب ځانګړتیاوې 

د کوچنیانو د خوب بېلا بېلو ساعتونو ته په کتنې سره، له زېږدنې څخه تر دریو میاشتو پورې ماشومان په یوه شب‌وروز کې له ۱۶ څخه تر ۱۷ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري. دغه کچه تر شپږو میاشتو پورې په یوه شپه کې تر اوو ساعتونو پورې رسیږي؛ له شپږو تر نهو میاشتو پورې، ماشومان ټوله شپه بیده کیږي. له نهو څخه تر ۱۲ کلنو پورې، هلکان معمولاً په شپه کې اووه ساعته خوب او په ورځ کې دوه ساعته استراحت کوي. 

خو ځینې داسې چاپېریالي او ذاتي عاملونه شته چې په ماشومانو کې د خوب نظم ګډوډ کوي او له منځه یې وړي. 

بد خوبي ولې رامنځته کیږي؟ 

که له کلنج (کولیک) څخه تېر شو چې په ماشومانو کې د درد او ناکرارۍ یو مهم عامل دی او په پایله کې یې ماشومان نا آرامه او نه ویده کیږي، په هغو ماشومانو کې چې عمرونه یې له څلورو میاشتو زیات دي او په غیږه کې تر نیول کېدو وروسته زر آرامه کیږي، بدخوبي یو ډول امتیاز دی، چې له خپلو والدینو څخه یې اخلي. 

د هغو خوړو خوړل چې لوړه کچه انرژي (کالوري) (خوږه) ولري، په ماشومانو کې د بې خوابۍ سبب کیږي. 

په ماشومانو کې د بې خوبۍ یو بل لامل د هغوی ډارول دي، ترڅو له والدینو څخه ځان ته ویده شي؛ دا حالت د ماشومانو د منقطع او نا آرام خوب سبب کیږي. 

دغه راز ځینې نورې جسمي ناروغۍ لکه تیروییدي ناروغۍ، هم د ماشومانو د خوب د ګډوډۍ سبب کیږي. 

د ناوړه او ډار اچوونکو خوبونو لیدل هم د بد خوابۍ سبب کیږي. هلکان له درۍ تر شپږکلنۍ پورې، په داسې اضطراب باندې اخته کیږي، چې د خوب ستونزې ورسره ملې وې اومعمولاً په سختۍ سره ویده کیږي. 

له هغو ماشومانو سره، چې بد خوبي ولري، څه ډول چلند په کار دي؟ 

په ماشومانو کې د ویده کېدو او ويښېدو نظم ځینې وخت د بېلا بېلو لاملونو له امله ګډ وډ کیږي، چې په دې صورت کې، ماشوم بد خلقه کیږي او تل نارامه وي؛ ددې لپاره چې دارنګه ستونزې حل کړئ او ماشومان مو ارامه وي، نو: 

۱)  هڅه مه کوئ چې د ورځې په طول کې یې هر ساعت ویده کولو ته مجبوره کړئ؛ 

۲)  هڅه وکړئ چې د ورځې ماشوم په ساعتیرۍ باندې ښه ستړی کړئ؛ 

۳)  تر شپې پورې صبر وکړئ، تر څو په یوه مناسب وخت کې یې تر خوړو وروسته ویده کړئ؛ 

۴)  په خپل تخت یې څملوئ او چراغ ورته مړ کړئ؛ 

۵) اوس ورته یوه کیسه وکړئ؛ ددې لپاره چې د ماشوم ټول پام راجلب کړئ، ښه به وي یو تخیلي نقل ورته جوړ کړئ؛ 

۶)  په دلاسه کولو او نازولو کې یې بې پروایي مه کوئ او پام مو وي، چې د شوخۍ له کبله یې تهدید نه کړئ.